د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند له پیل سره سم د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې له فلسطینانو سره بشري مرستې ډېروي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش پر خپله اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو د اوربند هرکلی کړی دی.

نوموړي لیکلي: «موږ د دغه کار ملاتړ ته چمتو یو او له هغو بې‌شمېره فلسطینیانو سره چې اوس هم ځورېږي، بشري مرستې ډېروو.»

د هغه په خبره، اړینه ده چې یاد اوربند د مرستې رسولو برخه کې شته امنیتي او سیاسي خنډونه له‌ منځه یوسي.

د یادونې ده، یاده هوکړه د اسرائیل او حماس ترمنځ د امریکا، مصر او قطر په منځګړیتوب لاسلیک شوې او له تېرې ورځې راهیسې پلې شوې ده.

د یادې هوکړې له مخې، فلسطیني بندیان به له یرغمل شوو اسرائیلیانو سره تبادله او د جګړې د دایمي بندیز شرایط به نهایي کېږي.

Views: 13