د راپورونو له مخې، ټیک‌ټاک ټولنیزې شبکې د امریکا متحده ایالتونو کې د هغې پر فعالیت له بندیز څو ساعته مخکې په دغه هېواد کې خپل فعالیت بند کړی دی.

سي‌اېن‌اېن نن (یک‌شنبه) راپور ورکړی چې ټیک‌ټاک د شنبې په شپه د امریکا متحده ایالاتو کې پر دې شبکې د بندیر له پلي کېدو نږدې دوه ساعته مخکې خپل فعالیت بند کړی دی.

د راپور له مخې، د یادې شبکې لیدونکي له داسې پیغام سره مخ شول: «خواشیني یو، اوسمهال ټیک‌ټاک د لاسرسي وړ نه دی؛ متحده ایالاتو کې د ټیک‌ټاک د ممنوعیت قانون تصویب شوی، له بده ‌مرغه دا په دې معنا ده چې اوسمهال نه شئ کولای له ټیک‌ټاک څخه ګټه پورته کړئ.»

د ټیک‌ټاک دغه اقدام وروسته له هغه وشو چې د امریکا عالي محکمې مخکې له دې یو داسې قانون تایید کړی و چې که د بایت‌دنس چیني شرکت له لوري د ټیک‌ټاک ملکیت پر امریکاییانو ونه پلورل شي، دغه ټولنیزه شبکه به په امریکا کې وتړل شي.

ورته مهال، د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې ورځې په لومړیو کې ویلي وو چې په ډېر احتمال سره د هغه د فعالیت له پیلېدو وروسته به ټیک‌ټاک ته په دغه هېواد کې یوازې ۹۰ ورځې مهلت ورکړل شي.

یاد شرکت هم په یوه پیغام کې د دې شبکې کاروونکو ته لیکلي: «نېک‌مرغه یو چې ولسمشر ټرمپ اعلان کړی چې له فعالیت پیلولو وروسته به موږ سره د ټیک‌ټاک د بیا فعالېدو په اړه خبرې اترې وکړي.»

د یادونې ده، ټیک‌ټاک په امریکا کې شاوخوا ۱۷۰ میلیونه کاروونکي لري.

Views: 3