د کډوالو چارو وزارت وايي، د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال له پیله تر اوسه د پاکستان له بندخونو ۸۸۲ افغان کډوال ازاد شوي خو ۸۴ نور لا هم بندي دي چې د خلاصون لپاره یې جدي هڅې روانې دي.

د کډوالو چارو وزارت نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «د پاکستان په اسلام‌اباد ښار کې د افغان مهاجرینو اتشې د راپور له مخې، د روان میلادي کال له پیله تر دې دمه ۸۸۲ افغان مهاجرین چې د مهاجرت کارتونه یې درلودل، د یاد هېواد پولیسو له لوري نیول شوي وو؛ ازاد شول او ۸۴ نور لا هم بندي دي چې د هغوی د خوشي کولو لپاره جدي هڅې روانې دي.»

سرچینې زیاته کړې، د افغان کډوالو د دفتر اتشه د افغان زندانیانو د خلاصون په اړه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له کمېشنرۍ، د اسلام‌اباد ښار د پولیسو عمومي مشر او شارپ دفتر له مسوولینو سره لیدلي او د پاکستان د کورنیو او بهرنیو چارو له وزارتونو سره یې د رسمي مکتوب له لارې یاده موضوع شریکه کړې او د ژر تر ژره حل غوښتنه یې کړې وه.

دا په داسې حال ده چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګري تېره ورځ ویلي وو چې د پاکستان پولیسو کراچۍ کې ۲۹ هغه افغان کډوال نیولي وو چې د کډوالۍ کارتونه یې هم لرل، خو وروسته یې بېرته خوشي کړل.

د راپورونو له مخې، په تېره اونۍ کې شاوخوا سل تنه افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

Views: 14