په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولي وایي، د افغانستان د داخلي بې‌ځایه شوو او پاکستان، ایران او منځنۍ اسیا هېوادونو کې له افغان ګډوالو د ملاتړ په موخه یې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ سره هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

د اروپایي ټولنې استازولۍ پرون په یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې له داخلي بې‌ځایه شوو او په ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو کې له مېشت افغان کډوالو ملاتړ کوي.

د یاد هوکړه‌لیک له مخې، اروپایي ټولنه افغانستان کې د سلګونه زره داخلي بې‌ځایه شوو او افغان کډوالو د ملاتړ او هغوی ته د ژوند فرصتونو او نورو اړینو خدماتو برابرولو لپاره ۳۶ میلیون یورو مرسته کوي.

د خبرپاڼې له مخې: «دا درې کلن پروګرام چې د ۲۰۲۵ کال جنورۍ میاشت کې پیل او د ۲۰۲۷ کال تر ډسمبر میاشتې پورې به دوام وکړي، پر اوږدمهاله ښه‌والي به تمرکز ولري.»

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د ۲۰۲۳ کال څخه را پدې‌خوا ګرمه شوې او هم‌مهاله ایران هم دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ژوند کړۍ تنګه کړې ده.

په ځلونو په ایران او پاکستان کې له افغان کډوالو سره د ناسم چلند راپورونه خپاره شوي او بېلابېلو نړۍوالو بنسټونو هم دې برخه کې خپلې اندېښنې ښودلې دي.

Views: 15