ایرنا راپور ورکړی چې تهران کې په یوه وسله‌وال برید کې دوو قاضیانو ژوند له لاسه ورکړی، یو بل ټپي شوی او بریدګر هم له برید وروسته ځان‌وژنه کړې ده.

د ایران دولتي اژانس ایرنا لیکلي چې یاده پېښه نن تهران کې د سترې محکمې ودانۍ ته مخامخ شوې ده.

راپور کې راغلي: «بریدګر پر قاضیانو باندې له برید وروسته خپل ژوند ته د پای ټکی اېښی او ځان‌وژنه یې کړې ده.»

سرچینې لیکلي، یاده پېښه کې دوه قاضیان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

Views: 7