د راپورونو له مخې، د خیبرپښتونخوا کرمې ته په روان کاروان باندې برید شوی چې په پایله کې لس کسان وژل شوي او شپږ موټرچلوونکي یرغمل شوي دي.

د امریکا غږ راپور له مخې، دغه برید تېره ورځ شوی دی.

راپور کې راغلي، دغه کاروان چې په خیبرپښتونخوا ایالت کې په فرقه‌ییزو جګړو کې ښکېلې سیمې ته یې مالونه لېږدول، وړمه ورځ له کمین سره مخ شوی.

د ۳۳ لاریو دغه کاروان د ځایي سوداګرو وريجې، اوړه، غوړي لېږدول او په درملو او نورو اړینو مرستو بار دوه موټر هم په کې شامل دي.

د پولیسو یو ځایي مشر د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرس ته ویلي: «په مړو کې دوه پولیس، څلور موټر چلوونکي او څلور نور ملکي خلک شامل دي او داسې راپورونه دي چې پنځه یا شپږ موټرچلوونکي د ځايي قبیلو له خوا تښتولی شوي دي.»

د کرمې سیمه له څو لسیزو راهیسې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ د تاوتریخوالي ښکار شوې خو د نومبر میاشتې راهیسې په دې سیمه کې د مذهبي ډلو ترمنځ په تازه جګړو کې شاوخوا ۱۴۰ کسان وژل شوي دي.

له دې مخکې هم وسله‌والو په یاده سیمه کې د مرستو پر یوه کاروان برید کړی و چې د سیمه‌ییزو ادارو یو شمېر مامورین او د هغوی امنیتي ساتونکي په کې ټپیان شوي وو.

Views: 10