د راپورونو له مخې، له موريتانيا څخه اسپانیا ته تلونکې يوه کښتۍ د مراکش له ساحل سره نږدې ډوبه شوې چې ۴۴ کسان په‌کې مړه شوي او ګومان کېږي پاکستانیان دي.

د راپورونو له‌مخې، له موريتانيا څخه اسپانیا ته تلونکې يوه کښتۍ چې ۸۰ تنه په‌کې سپاره وو، د مراکش ساحل ته نږدې ډوبه شوې او ۴۴ کسان په‌کې مړه شوي دي.

د رویټرز د راپور له ‌مخې، دغې کښتۍ د روانې جنورۍ میاشتې په دویمه اسپانیا ته حرکت کړی و چې تېره ورځ د مراکش ساحل ته نږدې ډوبه شوې ده.

ورته مهال، د کډوالو د حقونو لپاره کارکوونکې غردولتي ادارې «واکنګ بارډرز» ويلي، هغه کسان چې د دې کښتۍ ډوبېدو پېښه کې مړه شوي، ګومان کېږي پاکستانيان دي.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې پېښه کې د پاکستاني وګړو د مرګ‌ژوبلې د کره شمېرې په اړه څه نه دي ویلي، خو یاد وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه ویلي چې د مراکش پلازمېنه رباط کې د پاکستان سفارت له ځايي چارواکو سره په تماس کې دي او په ژغورل شوو کې ځیني پاکستانيان هم شامل دي.

تر اوسه پورې د یادې پېښې په اړه نور جزئیات نه دي رسنیز شوي.

Views: 15