د راپورونو له مخې، د سوېلي کوریا استیضاح شوی ولسمشر یون‌سوک‌ یول د دغه هېواد د پلټونکو ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

د الجزیری د راپور له مخې، ولسمشر یون‌سوک یول د پولیسو له خوا له نیول کېدو مخکې په یوه وینا کې ویلي، مخکې له دې چې امنیتي ځواکونه یې کور ته ورشي، ځان یې هغوی ته تسلیم کړی دی.

په راپور کې راغلي، ولسمشر یون ویلي چې دغه کار یې د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره کړی دی.

د راپورونو له مخې، د سوېلي کوریا ولسمشر د تېر زېږیز کال په ډسمبر کې د لنډمهال نظامي حکومت له اعلان وروسته استیضاح او وروسته یې د نیولو حکم صادر شو.

دا د سوېلي کوریا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یو ولسمشر مخکې له دې چې د هغه کاري دوره بشپړېږي، نیول کېږي.

Views: 10