راپورونه وايي چې په غزه کې د اوربند ټينګولو او د يرغمل شوو کسانو د خلاصون لپاره هوکړه نږدې شوې او د امریکا ولسمشر بیا وايي، د اوربند تړون د پلي کېدو په درشل کې دی.

د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکتوبر په اوومه په غزه کې د حماس او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ جګړه پیل شوې چې تر اوسه دوام لري.

يوه فلسطیني چارواکي بي‌بي‌سي ته ويلي چې په غزه کې د اوربند ټينګولو او د يرغمل شوو کسانو د خلاصون لپاره هوکړه نږدې شوې او په وروستي پړاو کې ده.

د فلسطیني چارواکي په وینا، د تړون د پلي کېدو په لومړۍ ورځ به حماس درې يرغمل خوشې کړي او په بدل کې به د اسرائیلو پوځ د غزې له ګڼ مېشتو سيمو ووځي.

د امريکا د سپینې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار جک سلېوان هم هيله څرګنده کړې چې په غزه کې به د اوربند تړون هوکړه روانه اونۍ ترسره شي.

ورته مهال، سکای نیوز راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، غزه کې د اوربند تړون د پلي کېدو په درشل کې دی.

د راپور له مخې، په پام کې ده چې د دغه تړون مرکچي پلاوي نن په دوحه کې سره وګوري او د دغې طرحې جزییات وروستي کړي.

دا مذاکرات په پلازمېنه دوحه کې د قطر، مصر او امریکا په منځګړيتوب ترسره کېږي او د حماس په استازيتوب قطري چارواکي هم په‌کې ګډون لري.

د حماس روغتیايي چارواکو په وینا، د جګړې پیل راهیسې نږدې ۴۶ زره فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰۹ زره او ۵۷۱ تنه ټپیان شوي دي.

یاد موده کې تر دې دمه د اسرائیلو ۴۰۳ سرتېري وژل شوي دي.

Views: 10