د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له بندخونو د ۴۵ افغان بندیانو د ازادېدو خبر ورکوي.

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد شمېر افغان بندیان تېره ورځ افغانستان ته راستانه شول.

سرچینې د ننګرهار د تورخم سرحدي امریت له قوله لیکلي، دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو.

سرچینه کاږي، دغه افغان کډوال له درې تر ۱۵ ورځو پورې د حاجي کمپ په بند کې بندیان وو، هېواد ته په راستنېدو سره د همکارو بنسټونو له لوري ورسره بشري مرستې هم وشوې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پاکستان کې د پولیسو له لوري د افغان کډوالو نیول زیات شوي او دا لړۍ ادامه لري.

Views: 13