د امریکا د کلیفورنیا ایالت د لاس‌انجلس ښار څنډو کې د پراخې اورلګېدنې له امله لږ تر لږه پنځه کسان مړه او سل ‌زره نورو خپل کورونه پرېیښي دي.

اېن‌بی‌سي نیوز راپور ورکړی چې دغه اورلګېدنه د روانې اونۍ د سه‌شنبې ورځ (د مرغومي ۱۸مه) پر ځایي وخت د ورځې ۱۰:۳۰ بجې د کلیفورنیا ایالت په لوېدیځ کې رامنځته شوې ده.

د یادې اورلګېدنې له امله کلیفورنیا کې بېړنی حالت اعلان شوی او د سیمې اوسېدونکو ته په بېړني ډول د کورونو پرېښودو امر شوی دی.

د راپور پر بنسټ، په دې پېښه کې تر اوسه پنځه کسان مړه او ۱۰۰ زره نورو خپل کورونه پرېیښي دي.

راپور کې راغلي چې د دې اورلګېدنې له امله په لاس‌انجلس کې د نږدې یو میلیون کورونو او کارخونو برېښنا پرې شوې ده.

بلخوا، د اوروژنې زرګونه پرسونل په ځنګلونو کې لږ تر لږه د هغو درېیو لویو اورلګېدنو مړ کولو په هڅه کې دي چې لاس‌انجلس کې یې څو سیمې ویجاړې کړې دي.

په راپور کې ویل شوي چې سختو بادونو دغه اورلګېدنه نوره هم پراخه کړې ده.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په یوه بیانیه کې ویلي چې فدرال دولت په کلیفورنیا کې د اور د وژنې لپاره هيڅ ډول مرسته نه درېغوي.

دغه پېښه داسې مهال ده چې ډېر مهال دغه ډول اورلګېدنې په امریکا کې د طبیعي پېښو له امله رامنځته کېږي.

Views: 5