د راپورونو له مخې، خیبر پښتونخوا کې د درېیو جلا پېښو له ‌امله شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د وي‌اواې‌ ډېوه راپور له مخې، یادې پېښې د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو ټانک، لکي مروت او دېره اسماعیل خان کې شوې دي.

راپور کې راغلي چې ټانک کې دوه ورونه په هدفي برید کې وژل شوي دي.

د ټانک ضلعې پولیسو ویلي، د ښار سره جوخت د ګرا بډه سړک په سیمه کې نامعلومو وسله‌والو دوه ورونه په ډزو وژلي دي.

د ځايي خلکو په وینا، بریدکوونکي له پېښې وروسته په تېښته بریالي شوي.

همداراز، راپور کې ویل شوي چې لکي مروت کې د بانک پر یوه موټر برید شوی دی.

سرچینه وایي چې د لکي مروت په منجیوالا سړک د یو شخصي بانک پر موټر برید شوی چې په پایله کې یې د شخصي امنیتي کمپنۍ یو ساتونکی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

له بلې خوا، دېره اسماعیل خان کې د مسافرو پر یوه بس په ډزو کې یوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور مسافر پکې ټپیان دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر اوسه د دغو پېښو مسوولیت چا نه دی منلی.

 

Views: 9