رسنیو راپور ورکړی چې د چین د تبت په یوه لرې پرته سیمه کې د سختې زلزلې له امله ۵۳ کسان مړه او ۶۲ نور ټپیان شوي دي.

اسوشیټېډ پرېس د چیني رسنیو له قوله راپور ورکړی چې زلزله نن (سه‌شنبه) پر ځايي وخت سهار نهه بجې او پنځه دقیقې په دینګري ولسوالي کې شوې ده.

د چین دولتي ټلوېزیون د زلزلې شدت د ريښتر په کچه ۶،۸ درجې ښودلی خو د امریکا متحده ایالتونو د ځمک‌پېژندنې ادارې بیا د ريښتر ۷،۱ درجه یاده کړې ده.

سرچینې لیکلي چې د چین د تبت په یوه لرې پرته سیمه کې د یادې زلزلې له امله لږ تر لږه ۵۳ کسان مړه او ۶۲ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، یادې زلزلې وروسته څو نور ټکانونه هم لرل چې تر ټولو سخت یې د ریښتر ۴،۴ درجې و.

تر اوسه د دې زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

ځايي چارواکو ویلي چې د یادې سیمې له بېلابېلو ښارګوټو سره د اړیکې په حال کې دي څو د زلزلې اغېزې او زیانونه وڅېړي.

Views: 4