پاکستاني رسنیو ویلي، د خیبرپښتونخوا په لکي‌مروت ولسوالۍ کې د ناپېژانده وسله‌والو په یوه برید کې دوه پولیس وژل شوي دي.

سرچینې ویلي، دا پېښه نن سهار د غزني‌خېل په نوم سیمه کې شوې ده.

رسنیو د لکي‌مروت د پولیسو ویاند شاهد حمید له قوله لیکلي، د حمکت‌الله او خان‌بهادر په نوم دوه پولیس نن سهار وختي له خپل کلي خیروخېلو څخه په موټرسایکل دندې ته روان وو چې د ناپېژاندو وسله‌والو له لوري ورباندې ډزې شوې او دواړه یې وژلي دي.

تر اوسه د یاد برید مسوولیت چا نه دی منلی.

پاکستاني رسمي دولتي ټلویزیون (PTV) نیوز هم هلته د نن سهار پېښه تایید کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ هم په لکي‌مروت کې ناپېژانده وسله‌والو درې پوځیان تښتولي وو.

Views: 10