د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دویمه ټېسټ لوبه کې زمبابوې ته د ۷۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه لوبه چې د جنوري میاشتې په دویمه د زمبابوې د بولاوایو په کوینز سپورټ کلب کرکټ لوبغالي کې پیل شوې وه، نن د افغان لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

د یادې لوبې پچه د زمبابوې لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د افغان لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې اچونې پرېکړه وکړه.

د دې لوبې په لومړۍ ورځ افغان لوبډلې توپوهنه ترسره کړه او په لومړۍ پاڼې کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۷ منډې جوړې کړې.

په مقابل کې زمبابوې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۳ منډې وکړې او د افغان لوبډلې د هدف پوره کولو سربېره یې ۸۶ منډې هدف ورته وټاکه.

ورپسې په دویمه پاڼې کې افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۶۳ منډې وکړې چې د زمبابوې د هدف پوره کولو سربېره یې د ۲۷۸ منډو هدف هم ورکړ.

د افغانستان له لوري په دویمه پاڼې کې تر ټولو زیاتې منډې رحمت شاه ۱۳۹ او عصمت عالم ۱۰۱ منډې وکړې.

همدارنګه زمبابوې په دویمه پاڼې کې ونه شو کولای چې د افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره کړې او ټوله لوبډله یې په ۲۰۵ منډو وسوځېده او د ۷۲ منډو په توپیر یې افغانستان ته لوبه وبایلله.

د افغانستان له لوري په دویمه پاڼې کې په توپ‌اچونه کې راشد خان اووه او ضیاء‌الرحمن بیا د زمبابوې دوه لوبغاړي وسوځول.

د یادونې ده، د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه مساوي پای ته رسېدلې وه.

Views: 11