د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي منشي مرستیاله امنه محمد وایي چې د اسلام په چوکاټ کې د افغان ښځو او نجونو له حقونو دفاع ته ژمنه ده.

هغې پر خپله ایکس‌پاڼه د یادو څرګندونو تر څنګ لیکلي چې افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو «بریدونه» کېږي.

افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو زده‌کړې ځنډول شوې او په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګول شوی دی.

Views: 12