امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د ډونالد ټرمپ ملاتړ لرونکی مایک جانسن د دویم ځل لپاره د امریکا د ولسي جرګې رییس وټاکل شو.

د سي‌اېن‌اېن  د راپور له مخې، دغه رایه‌اچونه پرون (جمعه) ترسره شوه چې جانسن د ۲۱۵ مخالفو رایو پر وړاندې د ۲۱۸ رایو په ګټلو یو ځل بیا د امریکا د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ وګټله.

مایک جانسن په دویم ځل د امریکا د ولسي جرګې د رییس په توګه له ټاکل کېدو وروسته په خپلو لومړیو څرګندونو کې وویل چې نوی کانګرس به د خلکو غږ واوري او مهم لومړیتوب به یې د امریکا له سرحدونو دفاع وي.

د ویلو ده چې جانسن د امریکا متحده ایالتونو د ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ملاتړ څخه هم برخمن دی.

یاد امریکايي چارواکی له دې مخکې هم د امریکا د ولسي جرګې رییس و.

Views: 4