د غزې چارواکو اعلان کړی چې پر دغه سیمه باندې د اسراييلو په تازه هوايي بریدونو کې د حماس د پولیسو د قوماندان په ګډون لږ تر لږه ۶۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

سي‌بي‌اېس نیوز غزه کې د «حماس غورځنګ» له قوله راپور ورکړی چې په الموسوي سیمه کې د کډوالو پر یوه کمپ د اسراییلو په هوايي برید کې د غزې د پولیس ادارې قوماندان محمد صلاح او مرستیال یې حسام شاهوان له نهو نورو کسانو سره ژوند له لاسه ورکړی دی.

حماس د صلاح او شاهوان د مړینې په غبرګون په یوې اعلامیه کې ویلي: «اشغالګر په غزه کې د پولیسو د قوماندان په ترور سره غواړي چې په غزه کې ګډوډي ډېره کړي او د درد او ځورونې لامل شي.»

د غزې د چارواکو په وینا، په څو نورو سیمو باندې د اسراییلو په بریدونو کې ۵۷ نورو فلسطینیانو هم ژوند له لاسه ورکړی دی.

د فلسطین کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د اژانس مشر فیلیپ لازارینی په الموسوي بشردوستانه سیمې د اسراییل د برید په غبرګون کې وویل، غزه کې هیڅ امن ځای نشته.

د فلسطین د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر څخه تراوسه غزه کې د اسرییلو په هوايي او ځمکني بریدونو کې ۴۵۵۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی چې ډېر قربانیان یې ښځې او ماشومان دي.

د یادونې ده، د اسراییلو بریدونو له امله د غزې ډېری برخه پر کنډوالو بدله شوې او د دې سیمې کابو ټول ۲.۳ میلیون نفوس بې‌ځایه شوی دی.

Views: 10