د راپورونو له مخې، فلسطیني چارواکو په دغه هېواد کې د الجزیرې ټلوېزیون پر فعالیت د لنډ وخت لپاره بندیز لګولی دی.

رویټرز راپور ورکړی چې یاده پرېکړه پرون (چهارشنبه) د فلسطین د اړیکو، کورنیو چارو او فرهنګ وزارتونو له لوري په ګډه نیول شوې ده.

د راپور له مخې، پرېکړه د دغه ټلوېزیون د «پاروونکو مطالبو» خپرولو له امله شوې؛ ځکه چې یادې شبکې داسې مطالب خپرول چې «خلکو ته یې دوکه ورکوله او شخړې یې رامنځته کولې.»

د بندېدو په امر کې راغلي چې دا پرېکړه لنډمهاله ده خو د بندیز د ختم نېټه یې نه ده څرګنده شوې.

د الجزیرې ټلوېزیون هم د یوه راپور په خپرولو یاده موضوع تایید کړې خو تر اوسه یې په اړه کومه بیانیه نه ده خپره کړې

Views: 8