د راپورونو له مخې، د خيبرپښتونخوا په سوېلي وزیرستان کې وسله‌والو پر يوې امنیتې پوستې بريد کړی چې له امله یې ۱۶ پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.

د جیونیوز د راپور له مخې، د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ISPR) ویلي چې وړمه شپه، وسله‌والو د خیبرپښتونخوا سوېلي وزیرستان په مکین سیمه کې پر یوې پوستې برید وکړ چې له امله یې ۱۶ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

په راپور کې راغلي، په متقابلو ډزو کې اته وسله‌وال هم وژل شوي او په سيمه کې چاڼيز عملیات پيل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، د پاکستان لومړي‌وزیر شهباز شريف دغه بريد غندلی دی.

Views: 11