بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې د ویتنام د هانو ښار په یوه کافه کې د  اورلګېدنې له امله ۱۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

رویټرز نن (پنج‌شنبه) د ویتنام د کورنیو چارو وزارت له قوله لیکلي چې یاده اورلګېدنه تېره شپه د ویتنام په پلازمېنه هانوي ښار کې شوې ده.

د راپور له مخې، د یاد هېواد پولیسو د اورلګولو په تور یو شکمن کس نیولی دی.

پولیسو ویلي چې یاد ۵۰ کلن سړی له کارکوونکو سره له شخړې وروسته د یادې درې پوړیزې کافې په لومړي پوړ کې تېل شیندلي او اور یې ورکړی دی.

Views: 8