د راپورونو له مخې، د بشارالاسد د حکومت وسله‌وال مخالفین د سوریې پلازمېنې دمشق ته ننوتلي او بشارالاسد په یوه چورلکه کې له دمشق څخه نامعلوم لوري ته تللی دی.

د پژواک د راپور له مخې، د سوریې پوځي چارواکو ویلي، د بشارالاسد واکمني د هغه د حکومت د وسله‌والو مخالفینو له برید وروسته پای ته رسېدلې ده.

پژواک د ځينو راپورونو له مخې لیکلي چې د بشارالاسد مخالفو وسله‌والو په دمشق کې د راډیو ټلوېزیون د ودانۍ کنټرول ترلاسه کړی دی.

په راپور کې راغلې، له دې مخکې بشارالاسد نن یک‌شنبې په یوه چورلګه کې له دمشقه نامعلوم لوري ته تللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې بېلابېلو سرچينو ویلي چې د بشارالاسد د کورنۍ غړي تېره ورځ له سوریې وتلي دي.

شاوخوا یوه اونۍ مخکې مخالفو وسله‌والو د بشارالاسد حکومت پر ضد پراخ بریدونه پیل کړي او تر پرونه یې د حلب، حما، حمص او درعا ښارونه نیولي وو.

Views: 9