د راپورونو له مخې، د لوېدیځې افریقا په ګینه هېواد کې د فوټبال لوبې پر مهال د نندارچیانو ترمنځ شخړه کې شاوخوا ۱۰۰ کسان وژل شوي دي، دا پېښه د یکشنبې په ورځ د لوېدیځې افریقا په ګینه هېواد کې شوې ده.

سرچینې د سیمه‌ییزو روغتونونو له قوله لیکلي، په دې پېښه کې لسګونه کسان چې شمېر یې له سلو هم اوړي، مړه شوي دي.

یاده شخړه د فوټبال لوبې د نندارچیانو ترمنځ وروسته له هغه شوې چې لوبڅار یوه جنجالي پرېکړه وکړه او په غبرګون کې یې نندارچیانو میدان ته ور ودانګل.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د فوټبال دا لوبه د ګینه د نظامي مشر مامادي دومبویا په ویاړ جوړه شوې وه چې د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په میاشت کې یې له کودتا وروسته واک ترلاسه کړ.

Views: 12