د کرکټ له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلو پنځوس اوریز اسیا جام سیالیو په لړ کې افغان لوبډلې خپله دویمه لوبه د سریلانکا لوبډلې ته وبایله.

نننۍ سیالۍ چې د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې د سریلانکا لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د افغان لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

په یاده سیالۍ کې د سریلانکا لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۳ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې الله محمد غضنفر درې، عبدالعزیز خان، محبوب خان، نصیر خان معروف خېل او نصرت الله نورستاني د سریلانکا لوبډلې یو – یو لوبغاړی وسوځول.

په مقابل کې ورکړل شوې هدف افغان لوبډلې پوره نه کړای شو او په ۲۹م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۱۲ منډې وکړې او د ۱۳۱ منډو په توپیر یې سریلانکا ته لوبه وبایلله.

دغه راز افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه بنګله دېش ته بایللې وه.

د یادونې ده، افغان لوبډله به د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلو اسیا جام سیالیو په لړ کې خپله درېیمه لوبه د روانې دسمبر میاشتې په درېیمه نېټه له نیپال سره ترسره کړي.

Views: 12