د راپورونو له مخې، اسلام‌اباد کې د تحريک انصاف ګوند د پلويانو د لاریونونو له پیله تر اوسه پنځه پولیس وژل شوي، تر سلو زیات ټپیان دي او د پاکستان پولیسو ویلي چې د یاد ګوند ۳۸۰ پلویان یې نیولي دي.

د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد کې د تحريک انصاف ګوند پلويان ښار ته ننوتلي دي. له دې کبله د اسلام‌اباد ډپټي کمېشنر عرفان میمن ويلي چې د اساسي قانون د ۲۴۵ مادې د حکم له مخې یې له پوځه غوښتي چې د امن او نظم ټينګولو لپاره دې ښار کې ځای پر ځای شي.

د راپور له مخې، د اساسي قانون د دې مادې له مخې پوځ د فدرالي حکومت په امر له هېواده د دفاع مسؤولیت لري. دغه راز که د تېري، جګړې او یا عامه نظم او د قانون حاکمیت ته خطر پېښیږي نو د فدرالي حکومت په امر د یوه ښار، ایالت او یا د یوې سیمې د امنیت مسؤولیت پوځ په غاړه اخلي.

سرچینې لیکلي، د اسلام‌اباد پولیسو ویلي، سرینګر لویې لارې ته څېرمه د اسلام‌اباد په جي ټي سیمه کې یوه تیز رفتار موټر درې پولیس وهلي او وژلي دي.

راپور له کې راغلي، په دې سره د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د تحریک انصاف د لاریون له پيله د وژل شوو امنيتي کسانو شمېر پنځو ته ورسېد.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د یاد ګوند له پلویانو سره اخ او ډب کې له سلو زیات پولیس منسوبین ژوبل شوي دي.

د پنجاب پولیسو یوه افسر ډاکټر عثمان انور ویلي چې د احتجاج کوونکو د مخنیوي پر مهال ۱۱۹ امنیتي کسان ژوبل شوي دي چې ځينې يې «سخت ټپيان» شوي او له ډلې يې د دوو حالت نازک دی.

راپور زیاتوي، د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی علي امین ګنډاپور په مشرۍ د تحریک انصاف کاروان پلازمېنې اسلام‌اباد ته رسېدلی او کاروان کې د پخواني وزیر اعظم عمران خان مېرمن بشری بي‌بي هم ده.

دغه راز، اسلام‌اباد کې پر عامه غونډو بندیز دی او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د مخه د لاریون کوونکو پر ضد د سختو اقداماتو اعلان کړی دی.

د راپور له مخې، په ښار کې د سلګونو پولیس افسرانو ترڅنګ رینجرز ځواکونه هم ځای پر ځای شوي دي او د اسلام‌اباد پولیسو پرون ناوخته ویلي چې تر دې دمه یې د تحریک انصاف ۳۸۰ پلویان نیولي او اسلام‌اباد ته ورغلې لارې ان له شنبې ورځې راهیسې تړلې دي.

خواله رسنیو ته هم د خلکو لاسرسی محدود شوی دی.

عمران خان ولې بندي دی؟

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان چې په خپل هېواد کې ګڼ شمېر پلویان لري، په ۲۰۲۲ کال کې د اپوزسيون ګوندونو له لارې د لومړي وزارت له څوکۍ لېرل کړل شو.

نوموړی بيا د حکومت له څو میاشتو هڅو وروسته د ۲۰۲۳ کال په مې مياشت کې ونيول شو.

د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان او د هغه په کابينه کې د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د دولتي رازونو د افشا کولو په قضیه کې هر يوه ته د لسو کلونو بند سزا اورول شوې ده.

د دې ترڅنګ عمران خان ته د مالي فساد او د عدت په موده کې د نکاح په ګډون په بېلابېلو قضيو کې ټولټال د ۳۴ کاله بند سزا ورکړل شوې چې په ځينو قضيو کې يې وروسته ضمانت ترلاسه کړی دی.

عمران خان پرې لګېدلي تورونه ردوي او وایي چې د دې تر شا سياسي انګېزه ده.

Views: 10