د راپورونو له مخې، د خيبر پښتونخوا په کرمه کې د سپرلۍ موټرو پر یوه کاروان د وسله‌والو د بريد له امله لږ تر لږه ۳۸ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

د خيبر پښتونخوا يوه امنيتي چارواکي جاويدالله مسيد په پېښه کې د ۳۸ کسانو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

هغه وایي چې په وژل شوو کې اته مېرمنې هم شاملې دي.

د نوموړي په وينا، په دغه بريد کې لږ تر لږه ۱۹ کسان ټپيان شوي چې د پېښور او ټل روغتونونو ته لېږدول شوي.

د راپورونو له مخې بريد د کرمې په مندروي سيمه کې له پېښوره، پاړه چنار ته پر غځېدلې لار شوی دی.

د موټرو له کاروان سره امنيتي ځواکونه هم مله وو.

د کاروان د امنيت مسوول ویلي: «موږ پنځه شپږ تنه وو، هېڅ پوه نه شوو چې ډزې له کوم ځايه پيل شوې، زموږ يو ملګری هم په ډزو کې ټپي شو.»

په سيمه کې د يوه روغتون ډاکتر محمدنواز ويلي چې تراوسه دوی ته د ۳۳ کسانو جسدونه وروړل شوي دي.

د دې تر څنګ پنځه مړي او اته ټپيان د عليزي په نامه سيمه‌ييز روغتون ته لېږدول شوي دي.

تراوسه کومې ډلې يا کس د دغه بريد مسووليت پر غاړه نه دی اخيستی.

تر دې وړاندې د اکتوبر په ۱۲مه د کرمې په عليزي سیمه کې د سپرليو موټرو پر کاروان برید کې ۱۵ کسان وژل شوي وو چې له امله یې د پېښور او پاړه چنار سړک د هر ډول ترافیکو پر مخ تړل شوی و.

 

Views: 12