د هسپانیا په شمال ختیځ کې پروت په ساراګوسا ښار کې د بوډاګانو یوه پالن‌ځای کې د اولګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي.

رویټرز راپور ورکړی چې یاده اورلګېدنه پرون سهار (جمعه، د لړم ۲۵مه) د بوډاګانو په «ګاردن ویلافرانس» پالن‌ځای کې شوې ده.

د راپور له قوله، د یادې اورلګېدنې پر مهال د بوډاګانو په پالن‌ځای کې ۸۲ کسانو شتون درلود او پاتې نور کسان د پولیس په مرسته له یادې پېښې روغ رمټ وتلي.

یو شمېر کسان د پېښې له امله سطحي ټپیان شوي او نږدې روغتون ته لېږدول شوي او د درمنلې لاندې دي.

چارواکو تر اوسه د یادې اورلګېدني د لامل په اړه څه نه دي ویلي.

 

Views: 8