د ماشومانو د ساتنې سازمان ویلي چې هر کال په نړۍ کې ۴،۹ میلیونه ماشومان د مخنیوي‌وړ ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دغه سازمان پرخپله اېکس‌پاڼه خبرداری ورکړی چې اقلیمي بدلونونه، جګړې او نړۍ کې بېړنۍ روغتیایي وضعیت د ماشومانو ژوند ګواښي.

د ماشومانو د ساتنې سازمان ویلي: «اوس د عمل وخت دی، نه د خبرو. هر ماشوم د دې وړ دی چې له پنځه کلنۍ ورهاخوا ژوند او وده وکړي.»

ورته مهال، دغه سازمان له هېوادونو غوښتي څو د ماشومانو د ښه وضعیت لپاره اقدام وکړي.

د ماشومانو د ساتنې سازمان په داسې حال کې د ماشومانو له وضعیته اندېښنه ښیي چې په ډېرو جګړه‌ځپلو سیمو کې میلیونونه ماشومان له جدي ګواښونو لکه تاوتریخوالي، خوارځواکي، روغتیايي خدماتو او زده‌کړې ته له نه لاسرسي سره مخ دي.

Views: 13