د راپورونو له مخې، د ایران د بلوچستان او سيستان د سراوان ولسوالۍ په سیرکان سیمه کې په یوه وسله‌وال برید کې د دغه هېواد پنځه سرتېري وژل شوي دي.

د ایران دولتي اژانس ایرنا د راپور له مخې، دغه بريد تېره شپه شاوخوا اووه بجې شوی او وژل شوي سرتېري «د ايران د انقلابي رضاکار بسيج ځواک» اړوند دي چې څلور یې بلوڅ دي.

د بلوچستان او سيستان والي منصور بي‌جار ایرنا ته ویلي چې یاد سرتېري د ماښام لمانځه پر مهال وژل شوي دي.

تر دې دمه د بريد مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخيستی.

سراوان د ايران پلازمېنې تهران سوېل‌ختيځ لور ته په شاوخوا ۱۴۰۰ کیلومترۍ کې له پاکستان سره پر پوله پرته سیمه ده چې له دې مخکې هم څو ځلې په کې د بريدونو راپورونه ورکول شوي دي.

 

Views: 5