هسپانیه کې چارواکو ویلي چې د دغه هېواد د والنسیا ښار په ختیځ سیمه کې د سېلابونو راوتلو له امله ۹۵ کسان مړه شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د سه‌شنبې (د لړم ۸مه) سخت باران له امله د هسپانیې په ختیځو او سوېلي برخو کې سېلاب راوتلی او ځینو ساحو کې سېلاب تر دې حده زورور و چې موټرونه یې له ځان سره وړي او سړکونو له اوبو ډک شوي دي.

د والنسیا ځايي چارواکو اعلان کړی چې ځیني کسان په لرو پرتو سیمو کې اوس هم بند پاتې دي.

په یاده سیمه کې د بېړنیو خدمتونو ادارې له ښاریانو غوښتي چې له هر ډول تګ راتګ څخه مخنیوی وکړي.

د هسپانیې لومړي وزیر پدرو سانچز هم په وروستیو ساعتونو کې د نادرکو کسانو او د توپان له امله د اوښتو زیانونو په اړه پر راپورونو د اندېښنې په څرګندولو لیکلي: «ډېر پام کوئ او له غیرضروري سفرونو ډډه وکړئ.»

د ویلو ده چې هسپانیه په وروستیو کلونو کې د مني په موسم کې د سختو ورښتونو او دغه‌راز د وچکالیو او سختې تودوخې شاهده وه چې ساینس‌پوهان یې لامل اقلیمي بدلونونه بولي.

 

 

Views: 8