د افغانستان د کرکټ الف (افغان ابدالیان) لوبډله د ځوانانو اسیا جام سیالیو د اتلولۍ له ګټلو وروسته نن سهار بېرته هېواد ته راستنه شوه.

د افغانستان د کرکټ الف لوبډله د ځوانانو اسیا جام سیالیو د اتلولۍ له ګټلو وروسته نن سهار اته بجې ډک لاسونه بېرته هېواد ته راستنه شوه.

د افغانستان الف لوبډلې په ګډون د اتو هېوادونو ترمنځ د ځوانانو «ایمرجېنګ» اسیا جام شل اووریزې سیالۍ په عمان کې ترسره شوې.

د یادو سیالیو په A ګروپ کې د افغانستان، سریلانکا، بنګله‌دېش او هانګ‌کانګ او په B ګروپ کې د هند، پاکستان، عربي متحده اماراتو او عمان لوبډلې شاملې وې.

په دغو سیالیو کې د افغانستان الف او د سریلانکا الف لوبډلو پای‌لوبې ته لار ومونده چې افغان لوبډلې وکولی شول مقابلې لوبډلې ته د اووه ویکټو په توپير ماتې ورکړي او د سږ کال د ځوانانو اسیا جام په خپل نوم کړي.

Views: 12