د افغانستان له ۱۷ کلونو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډلې بنګله‌دېش ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۵ کال د اسیا د ملتونو جام سیالیو ته لار ومونده.

د هېواد د فوټبال له ۱۷ کلونو کم‌عمره لوبډلې د اسیا ملتونو جام په مقدماتي سیالیو کې نن په خپله وروستۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته ماته ورکړه.

دغه لوبه نن (یک‌شنبه) ماسپښین ۱:۳۰ بجې وشوه او افغانستان په څلورو لوبو کې د ۱۲ امتیازونو په ګټلو سره د ۲۰۲۵ کال د اسیا ملتونو جام سیالیو ته لاره پیدا کړه.

په دې لوبه کې یاسر صافي، مېلاد نوري او ارش احمدي د افغانستان په ګټه ګولونه ووهل.

دغه لوبې د کمبودیا په کوربه‌توب ترسره شوې وې.

 

 

Views: 6