د ازادو سیالیو افغان ورزشکار ظفر محسن په «پي‌اېف‌اېل» سازمان کې خپل روسي‌الاصله سویسي سیال ته ماتې ورکړه.

د امریکا د ازادو سیالیو سازمان (PFL) د لوبو جدول خپور کړی چې په کې تېره شپه (د تلې ۲۸مه) بېلابېلې سیالۍ ترسره شوې چې یوه هم د افغان ورزشکار ظفر محسن او د روسي‌الاصله سویسي حسین کادیماګومایوف ترمنځ لوبه وه.

همدارنګه «پي‌اېف‌اېل» سازمان نن د یادې سیالۍ یوه ویډیو خپره کړې چې په کې د ازادو سیالیو افغان ورزشکار ظفر محسن په کې د سیالۍ ګټونکی اعلانېږي.

دغه سیالي د سعودي عربستان په «ریاض» ښار کې ترسره شوه.

د راپورونو له مخې، افغان لوبغاړي ظفر محسن چې په اروپا کې ژوند کوي، له دې سیالۍ مخکې ۱۷ لوبې ترسره کړي چې له ډلې یې ۱۳ ګټلې او څلور یې بایللې وې.

دغه راز، روسي‌الاصله سویسي حسین کادیماګومایوف چې په سویس کې اوسېږي، بیا له دې مخکې ۱۲ لوبې کړې چې ۱۱ یې ګټلې او یوازې یوه یې بیا بایللې وه.

Views: 11