د راپورونو له مخې، تېره شپه د غزې په شمال کې د بې‌‍ځایه شوو فلسطینیانو پر کورونو د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۳ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د فلسطین دولتي خبري اژانس (وفا) د راپور له مخې، دغه مرګ‌ژوبله د غزې په شمال «بیت‌لاهیا» ښارګوټي کې د بې‌ځایه شوو فلسطینیانو پر استوګنیز کمپلکس د اسرائیلو په بریدونو کې اوښتې ده.

سرچینې شاوخوا اووه ساعته مخکې لیکلي چې ډېر کسان تر خاورو لاندې دي او د ژغورنې ډلې یې تر اوسه په را ایستلو نه دي توانېدلي.

دغه راز، الجزیرې هم راپور ورکړی چې تېره شپه د اسرائیلو بې‌پیلوټه الوتکو د العوده روغتون په انګړ کې د بې‌ځایه شوو کورنیو پر خېمو بریدونه کړي او په مستقیم ډول یې یو امبولانس هم په نښه کړی دی.

الجزیرې هم لیکلي چې په دغو بریدونو کې ۷۳ فلسطینیانو ژوند بایللی دی.

د راپورونو له مخې، تر دې مهاله په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې څه باندې ۴۲۵۰۰ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۹۹۶۳۷ نور ټپيان شوي دي.

Views: 10