د بنګله‌دېش نړۍوالې جنايي محکمې د دغه هېواد د مخکېنۍ ‎لومړۍ وزیرې شیخ‌ حسینې چې دا مهال په هند کې ده، د نیولو حکم صادر کړ.

د بنګله‌دېش نړۍوالې جنایي محکمې پرون (پنجشنبه) د دغه هېواد د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ‌ حسینې چې دا مهال په هند کې ده، د روان کال په لومړیو کې په بنګله‌دېش کې د تاوتریخ‌جنو لاریونونو په ترڅ کې په ډله‌ییزو وژنو کې د لاس لرلو په تور د هغې د نیولو حکم کړی دي.

دغه لاريونونه چې د محصلينو په مشرۍ په دولتي سکټور کې د کاري فرصتونو د ونډې په غبرګون کې د یوه غورځنګ په توګه ‎پيل شول، په ۱۹۷۱ کال کې د بنګله‌دېش له خپلواکۍ وروسته پر تر ټولو خونړیو ورانکارو لاریونونو بدل شول چې په پايله کې يې څه باندې ۷۰۰ کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپيان شول.

دغه تاوتریخ‌جن لاریونونه د دې لامل شول څو شیخ ‌حسینه چې ۱۵ کاله واک کې پاتې شوې وه، د اګست په پنځمه هند ته وتښتي او په بنګله‌دېش کې د سولې د نوبل جایزې ګټونکي محمد یونس په مشرۍ یو موقت حکومت رامنځته شو.

محکمې د شیخ‌ حسینې په ګډون د لاریون‌والو په دله‌ییزو وژنو کې د لاس‌ لرلو په تور د لږ تر لږه ۵۰ کسانو د نیولو حکم صادر کړی دی.

 

Views: 13