د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن نن (پنج‌شنبه) المان ته سفر کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پیر تېره ورځ یوې خبري ناسته کې ویلي چې بایډن برلین ته په خپل سفر کې له خپل الماني سیال سره د اقتصادي همکاریو پراختیا، د یورو – اتلانتیک مشارکت او سوداګرۍ په اړه خبرې کوي.

هغې ویلي چې د امریکا ولسمشر به د روان کال د ډسمبر میاشتې په لومړۍ اونۍ کې انګولا ته هم سفر وکړي.

نوموړې زیاته کړې چې بایډن به په انګولا کې د امنیت او روغتیا برخو کې د مرستو پراخېدو په اړه خبرې وکړي.

ورته مهال، د اسوشيټېډ پرېس د راپور له مخې، بایډن په امریکا کې د تېرې اونۍ د میلټون توپان له امله د خپل سفر پروګرام تغییر کړ او نن المان ته ځي.

د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر به المان ته د خپل سفر په ترڅ کې د المان له لومړي وزیر اولاف شولتز سره د روسیې او اوکراین جګړه کې د اوکراین د ملاتړ په اړه خبرې وکړي.

 

Views: 8