د افغانستان د والیبال فدراسیون وایي چې د هېواد د والیبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا زون سیالیو کې د ګډون په موخه ازبکستان ته لاړه.

د افغانستان د والیبال فدراسیون اداري مرستیال محمدعارف پیمان پژواک خبري اژانس ته وویل، د هېواد د والیبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا زون سیالیو کې د ګډون په موخه نن سهار ازبکستان ته لاړه.

د والیبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان، مالدیف، نیپال، سریلانکا او د بنګله‌دېش لوبډلې برخه لري.

سرچینې ویلي چې له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د والیبال ملي لوبډله په کابل کې پر تمرینونو بوخته وه، څو یادو لوبو کې ښه نتیجه ترلاسه کړي.

سرچینې زیاته کړې، دغه سیالۍ سبا د اکتوبر په ۱۸مه په ازبکستان کې پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۵مې پورې به دوام ولري.

د افغانستان د والیبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دغه سفر کې د والیبال فدراسیون ملاتړ کوونکي د کام ایر هوایي شرکت او د بدني روزنې او ورزش ریاست دي.

 

Views: 13