د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، درې ‎افغانان چې په عراق کې بندیان وو، د افغانستان سفارت په هڅو خوشي او د ایران له لارې هېواد ته راستانه شول.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، دغه درې افغانان د قانوني اسنادو نه درلودو له امله له شپږو مياشتو راهيسې په عراق کې بندیان وو.

د روانې تلې میاشتې په ۲۱مه هم د عراق له زندانونو ۲۵ افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.

د راپورونو له مخې، ډېر شمېر افغانان په ایران، پاکستان او عربي هېوادونو کې بندیان دي.

Views: 10