د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د هېواد کرکټ الف لوبډله (افغان ابدالیان) د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه له عمان سره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، افغان ابدالیان به د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې نن ماسپښین ۱:۳۰ بجه د کوربه عمان لوبډلې پر وړاندې سیالي ترسره کړي.

همدارنګه دغه درې اړخیزه لوبلړۍ وړمه ورځ په عمان کې پیل شوه چې د افغانستان د کرکټ الف، د هانګ‌کانګ او عمان لوبډلې په کې برخه لري.

افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې پرون هانګ‌کانګ ته ماته ورکړه.

د یادولو ده، د افغانستان کرکټ الف لوبډله به له یادو درې اړخیزو سیالیو وروسته په عمان کې د ترسره کېدونکي ایمرجېنګ جام سیالیو کې هم ګډون وکړي چې د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۸مه به پیل شي.

Views: 13