د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) د غړو هېوادونو د استازو ۲۳مه غونډه د اکتوبر په ۱۵مه او ۱۶مه په اسلام‌اباد کې جوړېږي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې به د چین، روسیې، بلاروس، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان لومړي وزیران او دغه‌راز د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال او د هند د بهرنیو چارو وزیر ګډون وکړي.

د دغه سازمان د دايمي غړو ترڅنګ، مغولستان د څارونکي غړي او ترکمنستان به د ځانګړي مېلمه په توګه په دې غونډه کې ګډون وکړي.

پاکستان د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د استازو د شورا دوره‌ای رییس دی او یاده غونډه به د دغه هېواد د لومړي وزیر محمد شهباز شریف په مشرۍ جوړه شي.

ويل شوي چې د شانګهای همکارۍ سازمان په راتلونکې ناسته کې به د اقتصاد، سوداګرۍ، چاپېريال ساتنې او فرهنګي او ټولنيزو مشترکاتو په اړه پر همکاريو او دغه‌راز د یاد سازمان د کړنو پر څېړلو خبرې اترې وشي.

روسیه، ایران، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان او قرغیزستان هېوادونه د شانګهای د همکارۍ سازمان دایمي غړي دي.

Views: 15