د راپورونو له مخې، په خیبر کې د پښتنو قومي جرګه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په وینا پیل شوه.

ټاکل شوې وه چې دغه جرګه تېره ورځ پیل شي، خو د دې ورځې په ماښام د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په یوه ویډیو پیغام کې وویل چې په تېرو څو ورځو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو له خوا خیبر کې جرګې ته د چمتووالي پر هڅو او انتظامي چارو د پرله‌پسې بریدونو، د وسایلو او خېمو سوځولو او اجازې نه ورکولو له امله جرګه پر خپل وخت او ترتیب پيل نه شوه.

دغه جرګه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په وینا پيل شوه.

راپور کې راغلي، دې جرګې ته د پښتنو زرګونه استازي ورغلي دي؛‌ د جرګې په پیل کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري راټول شوي معلومات او د ورکو شوو خلکو شمېرې پر لوی سکرین وړاندې کېږي؛‌ ټاکل شوې وروسته په کمېټو کې بحثونه پیل شي.‌

دغه جرګه سبا هم دوام کوي.

د راپورونو له مخې، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین دا قومي جرګه درې مياشتې وړاندې په جولای کې اعلان کړې وه او په کې د خلکو د ګډون لپاره په خیبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې په خپله ګرځېدلی او له ولسونو سره يې ليدلي دي.

پي‌ټي‌اېم دې جرګې ته د عدالت نوم ورکړی او ويلي یې دي چې راغلي ولسونه او د هغوی استازي به په کې د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه کوي چې له پاکستان سره نور په کومو شرطونو وړاندې تګ کولای شی.

د غورځنګ غړي اراده لري چې دغه ټول معلومات د جرګې له ګډونوالو سره شریک کړي او د همدغو معلوماتو پر بنسټ به بیا پرېکړه کوي چې وروسته له دې د پاکستان له حکومت سره په کومو شرطونو خبرې اترې وکړي.

Views: 16