د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د دوو شلاووریز تمریناتي سیالیو په لړ کې په خپله دویمه لوبه کې عمان ته ماتې ورکړه.
د نننې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د عمان لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
په دغه لوبه کې د افغانستان الف لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۰ منډې وکړې.
همدارنګه په دغه سیالۍ کې د افغانستان له لوري په توپوهنه کې ذبید اکبري ۵۶، کریم جنت ۴۴ او شاهدالله کمال هم ۴۴ منډې وکړې.
په مقابل کې د عمان لوبډلې ورکړل شوې هدف پوره نه کړ او په شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېد سره یې ۱۸۴ منډې وکړې او د ۶ منډو په توپیر یې افغانستان ته لوبه وبایلله.
د یادونې ده، پرون د عمان لوبډلې د افغانستان الف لوبډلې ته په لومړۍ تمریني لوبه کې ماتې ورکړې وه.
Views: 9