د پي‌ټي‌اېم ځینې غړي وایي، د پاکستان پولیسو خیبر کې د اکټوبر په ۱۱مه جوړېدونکې جرګې ته پر راټولو شوو کسانو ډزې کړي، درې کسان یې وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ټاکل شوې د روانې اکټوبر مياشتې په ۱۱مه خیبر کې «د پښتنو قومي عدالت» په نوم جرګه جوړه شي؛ دغه جرګه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له خوا رابلل شوې او هغه ویلي، د کوزې پښتونخوا پښتانه ولسونه به په کې د ورپېښو مسایلو د حل پر لارو چارو بحث او پرېکړې کوي.

د یاد غورځنګ ځینې کسان وایي، د پاکستان پولیس تېره شپه د جرګې سیمې ته ورغلي وو، هلته یې خندقونه کیندلي خو اوس له سیمې وتلي دي.

منظور پښتین د بلال یاسر په نوم د دغه غورځنګ د یوه غړي ټوېټ خپور کړی چې لیکلي یې دي، په خیبر کې د نن سهار راهيسې د پولیسو په ډزو کې درې کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

مشال راډیو بیا د پېښور د حیات‌اباد میډیکل کمپلېکس د طبي چارو رییس ډاکتر شهزاد اکبر له قوله لیکلي چې له دغو پېښو ۳ مړي او ۱۲ ټپیان دغه روغتون ته وروړل شوي دي.

د پاکستان وي‌او‌اې ډيوې د راپور له مخې، پولیسو د یادې جرګې پر غړو اوښلن ګاز هم شیندلی دی.

درې ورځې مخکې د پاکستان کورنیو چارو وزارت د یوه مکتوب له لارې پر پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌اېم) رسمي بندیز اعلان کړ او ویې ویل چې «د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان کورني امنیت لپاره ګواښ دی.»

تېره ورځ د بښنې نړۍوال سازمان وویل، پاکستان دې د بشري حقونو پر فعالانو بندیزونه نه لګوي او د پښتون ژغورنې پر غورځنګ (پي‌ټي‌اېم) لګول شوی بندیز دې ژر لرې کړي.

 

Views: 16