د بښنې نړۍوال سازمان وایي، پاکستان دې د بشري حقونو پر فعالانو بندیزونه نه لګوي او د پښتون ژغورنې پر غورځنګ (پي‌ټي‌اېم) لګول شوی بندیز دې ژر لرې کړي.

دوه ورځې مخکې (د تلې ۱۵مه) د پاکستان کورنیو چارو وزارت د یوه مکتوب له لارې پر پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌اېم) رسمي بندیز اعلان کړ او وې ویل چې «د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان کورني امنیت لپاره ګواښ دی.»

د اسیا لپاره د بښنې نړۍوال سازمان څانګې د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې د لږکیو د حقونو غوښتنه کوي او د پښتنو پر وړاندې د روان تاوتریخوالي پر ضد د غږ پورته کولو په موخه جوړ شوی دی.

دغه سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې پر دغه غورځنګ لګولی بندیز دې ژر لري کړي او د بشري حقونو پر فعالانو دې دا ډول بندیزونه نه لګوي.

د راپورونو له مخې، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو پنځه ورځې مخکې ویلي وو چې له تېرو څو ورځو راهيسې یې پولیس د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د مخکښانو پر کورونو چاپې وهي او د دوی يو شمېر غړي يې نيولي او له ځان سره یې بیولي دي.

د پښتون ژغورنې پر غورځنګ په داسې حال کې بندیز لګول شوی چې دغه غورځنګ راتلونکي جمعه د «پښتنو قومي عدالت» په نوم لویه جرګه رابللې او وروستۍ چمتووالی ورته نیسي.

د راپورونو له مخې، پښتون ژغورنې غورځنګ له ۲۰۱۴ زېږدیز کال راهیسې د مسید ژغورنې تحریک په نامه فعال و او دوی هغه مهال د ځینو کسانو جبري بې‌درکه کېدو، په سیمه کې د ماینونو شتوالي او د سیمې له اوسېدونکو سره د پاکستاني پوځیانو ناوړه چلند خلاف لاریونونه کول.

Views: 16