راپورونه وایي چې په شمالي وزیرستان کې د وسله‌والو په برید کې شپږ پوځيان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي.

مشال راډیو په یوه راپور کې میرانشا کې د امنیتي چارواکو له قوله لیکلي چې د اکتوبر په پنځمه په سپین‌وام سیمه کې وسله‌والو د پوځیانو پر کاروان برید کړی چې په کې «لیفټېننټ کرنل محمدعلي شوکت» او پنځه سرتېري وژل شوي.

سرچینې زیاته کړې، د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای‌اېس‌پي‌ار) هم د وژل شوي افسر او سرتېرو نومونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې له پوځیانو سره په ډزو کې شپږ «مشکوک وسله‌وال» هم وژل شوي دي.

همدارنګه تر برید وروسته هلته د پلټنې عملیات پیل شوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، که څه هم «ای‌اېس‌پي‌ار» د ټپي شوو سرتېرو په اړه څه نه دي ویلي، خو د شمالي وزیرستان د امنیتي ادارو ځینو سرچینو ویلي چې په یاده پېښه کې ۲۴ سرتېري ټپیان شوي هم دي.

د سرچینې په وینا، تر اوسه د دغه برید مسوولت چا نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې د روان ۱۴۰۳ کال د تېرې وږي میاشتې په ۳۰مه هم وسله‌والو په سوېلي وزیرستان کې د پاکستان پوځ پر یوه پوسته برید کړی و چې په ترڅ کې یې شپږ پوځیان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي وو.

 

Views: 10