منځني ختیځ کې د کړکېچ په ډېرېدو سره د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سیمهییزو بدلونونو او دوه اړخیزو اړیکو په اړه د خبرو اترو په موخه د سوریې پلازمینې دمشق ته تللی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د یوه پلاوي په مشرۍ نن سهار (شنبه) د سوریې پلازمینې دمشق ته تللی دی.
هغه زیاته کړه، ټاکل شوې چې عراقچي د سوریې له لوړ پوړو چارواکو سره لیدنه او د سیمهییزو بدلونونو او دوه اړخیزو اړیکو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
ورته مهال، ایسنا اژانس په یوه راپور کې لیکلي چې عراقچي پرون د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د دغه هېواد له لومړي وزیر نجیب میقاتي، د پارلمان له رییس نبیه بري او د لبنان له یو شمېر پارلماني، سیاسي او فرهنګي مخورو سره لیدلي او خبرې اترې یې کړې دي.
د راپور له مخې، نوموړي د اسرائیل پر وړاندې د مقابلې په موخه، د لبنان پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
Views: 3