د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې فرسټ کلاس سیالیو کې د پامیر لېجنډز لوبډلې لوبغاړي عثمان نوري د ۳۳۹ منډو په جوړولو سره نوی ریکارډ جوړ کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د پامپر لیجنډز لوبډلې پیليز توپ‌وهونکي عثمان نوري د ماهيپر ستوري لوبډلې پر وړاندې په زړه‌پورې او جالبه توپ‌وهنه ترسره کړه او د افغانستان په کورنیو احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنیو لوبو کې یې تر ټولو ډېرې ۳۳۹ منډې جوړې کړې.

کرکټ بورډ ویلي چې عثمان نوري د لومړي لوبغاړي په توګه په یوازې ځان د دومره زیاتو منډو جوړولو کارنامه پر خپل نوم کړه.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، له عثمان نوري مخکې بهیرشاه محبوب د فرسټ کلاس لوبو په یوې پاڼۍ کې د ۳۰۳ نا سوځېدلو منډو ویاړ خپل کړی دی.

د یادونې ده، فرسټ کلاس سیالۍ اوس مهال په ننګرهار کې روانې دي.

Views: 10