پاکستاني چارواکو ویلي چې وسله‌والو د بلوچستان ایالت په پنجګور او موسی‌خېلو سیمو کې په دوو بریدونو کې لږ تر لږه اووه کارګر وژلي او ۲۰ نور یې تښتولي دي.

د تېرې شنبې په ورځ د بلوچستان د پنجګور ښار خدای ابادان سیمه کې د پنجابي کارګرانو د اوسېدو پر ځای د وسله‌والو کسانو په برید کې اووه کسان وژل شوي دي.

پنجګور کې د پولیسو یوه مشر سید فاضل شاه روېټرز ته ویلي: «د پنجګور ښار خدای ابادان سیمه کې د ناپېژانده وسله‌والو په ډزو کې ۷ کارګر وژل شوي او یو بل ټپي دی.»

دویم برید تېره ورځ (یکشنبه) هغه مهال رامنځته شو چې وسله‌والو د بلوچستان ایالت په موسی‌خېلو سیمه کې د نفتو او ګازو د پروسس پر یوه شرکت برید وکړ.

د پولیسو یوه کمېشنر دیرج کالرا اکسپرس تربیون ته ویلي چې بریدکوونکو ډزې کړې دي، تجهیزات یې تخریب کړي او ۲۰ کارګر یې له ځان سره وړي دي.

تر اوسه د دغو پېښو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دا پېښې غندلي او ایالتي چارواکو ته یې سپارښتنه کړې څو د دغو پېښو عاملانو محاکمه کولو لپاره ټولې ممکنه هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله‌والو تېره میاشت موسی‌خېلو سیمه کې ۲۳ پنجابي مسافر له موټره ښکته کړي او وژلې یې وو چې د دغه برید مسوولیت د «بلوڅ ازادي‌غوښتونکي پوځ» پر غاړه اخیستی و.

د «بلوڅ ازادي‌غوښتونکي پوځ» په ګډون څو بلوڅو قومونو، د پاکستان مرکزي حکومت د دغه ایالت له طبیعي سرچینو څخه پر ګټې اخیستنې تورن کړی او ادعا کوي چې د بلوچستان د ازادۍ لپاره مبارزه کوي.

خو پاکستاني چارواکو دغه تورونه رد کړي او وایي چې د وسله‌والو د فعالیتونو موخه د سیمه‌ییزې اقتصادي پراختیا پر وړاندې خنډ جوړول دي.

د پاکستان بلوچستان ایالت یو بې‌وزله خو له ډېرو طبیعي سرچینو ډک ایالت دی.

 

Views: 9