امریکا د ایران د سپاه پاسدارانو د یوه غړي شهرام پورصفي په تړاو د داسې معلوماتو په بدل کې چې د هغه نیولو ته لار هواره کړي، ۲۰ میلیونه ډالر جایزه اعلان کړې ده.

د امریکا متحده ایالتونو د داسې معلوماتو بدل کې شل میلیون ډالره جایزه اعلان کړې چې د یوه ایراني‌ سړي «شهرام پورصفي» نیولو کې مرستندویه ثابت شي.

په راپور کې راغلي، شهرام د سپاه پاسداران غړی او پر دې تورن دی چې  د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن وژلو لپاره یې دسیسه جوړه کړې.

پر نوموړي تور پورې شوی چې په امریکا کې دننه یې د بولټن وژلو لپاره د ۳۰۰ زره ډالرو بدل کې د «مجرمانو» د ګومارلو هڅه کړې.

سرچینې ویلي، دا جایزه داسې مهال اعلانېږي چې همدا روانه اونۍ په خپله ډونالډ ټرمپ هم وویل: «د امریکا استخباراتو ورته د ده د وژلو لپاره د ایران لخوا د یوې احتمالي دسیسې معلومات ورکړي.»

سرچینې زیاته کړې، خو ایران مخکې دا رد کړې چې د ټرمپ د حکومت د چارواکو ترور لپاره دې یې دسیسه جوړه او یا یې دې د امریکا په چارو کې مداخله کړې وي.

چارواکي وايي، پورصفي د ۲۰۲۱ کال له اکتوبره د ۲۰۲۲ کال تر اپرېل پورې هڅه کړې چې «په متحدو ایالتونو کې دننه مجرمان وګوماري څو بولټن په واشنګټن ډي‌سي یا ماریلنډ کې ترور کړي.»

سرچینې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي: «یو احتمالي وژونکی چې هغه ورسره خبره کړې وه، د امریکايي څېړونکو محرمه سرچینه وه. پورصفي ظاهرآ دغه سړي ته ویلي وو چې د بولټن کار خلاص کړي نو د دویمې وژنې دندې ته به یې وګوماري.»

د امریکايي ‌چارواکو په وینا، ظاهرآ د دغه کار لپاره د شهرام پورصفي انګیزه دا وه چې د ایران د قدس ځواک د مخکیني مشر قاسم سلیماني‌ د وژلو غچ واخلي.

د امریکا عدلیې وزارت په ۲۰۲۲ کال کې پورصفي د وژنې د دسیسې په جوړولو تورن کړی و، هغه تر دې دمه نه دی نیول شوی او چارواکي وايي، باور نه کوي چې په متحده ایالتونو کې دې وي.

سرچینې ویلي، د ایران مرستیال ولسمشر جواد ظریف روانه اونۍ له اېن‌بي‌سي نیوز تلویزیون سره مرکه کې دا رد کړه چې حکومت دې یې بهر د خپلو منتقدانو د وژلو په لټه کې وي.

هغه وویل: «موږ خلک نه وژنو، خو حقیقت دا دی چې دوی یو محترم ایرانی جنرال وواژه.»

سرچینه زیاتوي، بلخوا بولټن بیا اېن‌بي‌سي‌ تلویزون ته ویلي چې امریکا باید د ایران له اړخه د پېښو ګواښونو پر وړاندې لا ډېره فعاله وي.

بولټن ویلي: «دوی چې کله په موږ؛ اوسنیو او پخوانیو دولتي چارواکو پسې راځي چې خپل کار وکړي،‌ نو واقعآ‌ دا په خپله د متحدو ایالتونو پر حکومت برید دی.»

دا په داسې حال کې ده چې روان کال دوه ځله د امریکا د مخکیني‌ ولسمشر ډونالډ‌ ټرمپ د ترور ناکامه هڅې وشوې.

Views: 3