د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ‌اچوونکی مجیب‌ ځدراڼ د لا ښې درملنې په موخه نن هند ته ولېږل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، مجیب ځدراڼ له تېرو څو میاشتو راهیسې ټپي دی، د نوموړي د ښي لاس ګوتو ترمنځ انساج تخریب شوي چې له امله یې نه شي کولی توپ‌اچونه وکړي.

سرچینه زیاتوي چې په همدې موخه د افغانستان کرکټ بورډ له خوا دوه ځلې په متحده عربي اماراتو، یو ځل انګلستان او یو ځل وېسټ‌انډیز کې د نوموړي درملنه ترسره شوه، خو لاهم په بشپړ ډول نه دی رغېدلی او دا ځل د لا ښې درملنې په موخه نن (سه‌شبنه) هندوستان ولېږل شو.

کرکټ بورډ زیاته کړې، په دې هیله چې مجیب ځدراڼ ژر تر ژره روغ او له ملي لوبډلې سره یو ځای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرکټ ملي لوبډلې پیلیز توپ‌وهونکي ابراهیم ځدراڼ د ښنګري عملیات هم پرون په انګلستان کې په بریالیتوب ترسره شول.

Views: 10